CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازي د امريکا په ګډون پر يو شمېر هېوادونو نيوکه وکړه چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-30 10:45:56

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د امريکا په ګډون يو شمېر هېوادونو په دې وروستيو کې د م م په غونډه کې د شينجيانګ مسئلې په اړه بې باوره خبرې کړې دي.په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جيون د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د دوی دا څرګندونې په کلکه رد کړې.

جانګ جيون وويل چې امريکا او نور هېوادونه په غير معقول ډول پر چين نيوکې کوي چې دا د چين په داخلي چارو کې د دوی څرګنده مداخله ده او په قصدي ډول يادو خبرو ته ادامه ورکوي. چين د دوی له دغو خبرو سره کلک مخالفت ښيي او هېڅکله به يې ونه مني.په شيجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د افراطيت مخنيوي ګامونه د قانون پراساس دي او د خلکو له ارادې سره مطابقت لري ، دا د بشري حقونو مسئله نه ده او له نژادي تبعيض سره هېڅ تړاو نه لري.د نړۍ د خلکو سترګې روښانه او عادلانه دي.موږ امريکا او اړوندو هېوادونو ته وايو چې له نړيوالې ټولنې سره مخالفت ونه کړي او په غلطه لاره نور ګامونه پورته نه کړي.موږ دغو هېوادونو ته هم خبرداری ورکوو چې داسې هېڅ ځواک نشته چې د چينايانو او د چيني ملت د پرمختګ مخه ونيسي او د چين راتلونکی به خامخا ښه او روښانه وي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای