CRI Online

چين لا هم د بهرنۍ پانګونې دوهم لوی جلبوونکی هېواد دی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-30 11:38:47

سينهوا اژانس خبر ورکړی چې د م م د تجارت او پرمختګ غونډې په دې وروستيو کې د يوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نيمايي کې چين ته د جلب شويو بهرنيو پانګونو ارزښت ۷۳ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی، دغه راز چين په دوامدار ډول په نړۍ کې د بهرنۍ پانګونې دوهم لوی جلبوونکی هېواد دی.

له دې راپور سره سم، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې، په ټوله نړۍ کې د مستقيمو بهرنيو پانګونو ارزښت ۶۴۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دا د ۲۰۱۸م کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ سلنه زياتوالی ښيي.

له دې امله چې پر مستقيمو بهرنيو پانګونو د امريکا د مالياتي اصلاحاتو د پاليسيو ناوړه اغېز ضعيف شوی، پرمختللو اقتصادي ټولنو ته د بهرنيو پانګونو د جلبولو ارزښت دوه چنده زيات او ۲۶۹ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ، پرمختيايي اقتصادي ټولنو ته د بهرنيو پانګونو د جلېدو حالت ثابت روان دی او ارزښت يې ۳۴۲ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای