د چين د مرکزي راډيو او ټليويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، په امريکا کې د چين لوی سفير څوې تيان کای د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د امريکا او چين تر منځ د اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کليزې په باب سمينار کې وويل، په تيرو ۴۰ کلونو کې، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو تاريخي ارزښت لرونکی پرمختګ کړی دی، د دواړو خواوو تر منځ اقتصادي او کولتوري تګ راتګ ډېر ژور شوی، د نړيوالې سولې او سمسورتيا د هڅونې په باب د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ سويه د تيرې هرې زمانې په پرتله ښه وه، خو اوس مهال، د دواړو خواوو تر منځ اړيکې له نادرې ستونزې سره مخامخ دي، د نوې سړې جګړې په ګډون افراطي افکارو د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د پرمختګ په لاره کې خنډ اچولی دی.
هغه وويل، هيله لرم چې امريکا حالاتو په کتو د چين په اړه مناسبه پاليسي جوړه کړي. له تاريخ څخه څرګندېږي چې چين او امريکا ګډي ګټې لري، که يو له بل سره مخالفت وکړي، ټول به زيانمن شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |