د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په چين کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د ۱۰ غړو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل.
وانګ يي د يادو هېوادونو له سفيرانو سره په ليدنه کې وويل چې چين بايد د جنوب ختيځې اسيا د ټولنې له غړو هېوادونو سره په ګډه له ننګونو سره مقابله او پر څو اړخيزم ټينګار وکړي او د سيمه ييزې سولې او امنيت ساتلو لپاره به همغږي او همکارۍ پراخې کړي.
نوموړو سفيرانو وويل چې غواړي له چين سره نژدې تماسونه او همکارۍ وکړي ترڅو روان کال کې د جنوب ختيځې آسيا د همکاريو يو لړ غونډې بريالۍ شي.
ټولو موافقه وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز دې له د يادې ټولنې سره پيوستون ومومي ،د اقتصادي همکاريزې اړيکې دې ټينګې کړي، د ډيجيټلي اقتصاد او کولتور په برخو کې دې همکارۍ پياوړې کړي او د روان کال تر پای پورې دې د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو د تړون خبرو اترو پای ته رسېدو هڅه وکړي او په ګډه دې څو اړخيزم او آزاده سوداګري وساتي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |