CRI Online

د فرانسې ولسمشر او د يو شمېر هېوادونو مشران به د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-30 15:07:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين دوهم نړيوال وارداتي نندراتون به د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اکتوبر په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون، د يونان صدراعظم کيرياکوس ميتسوتاکيس او د صربيا صدراعظمې انا برنابيک په ګډون د يو شمېر هېوادونو مشران به د ياد نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای