په دې وروستيو ورځو کې د چين د دولتي شورا د دايمي چارو په غونډه کې د بهرنيو پانګونو د کارولو په هکله سند تصويب شو او ټاکل شوی ژر به خپور شي.زمونږ خبريال د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه نوبتي خبري ناسته کې د ياد سند په اړه دا هغه معلومات تر لاسه کړي چې په دغه سندکې د ورخلاصون د پراخوالي، د پانګونو د زياتوالي،پانګوالو ته د اسانتياوو د برابرولو او د بهرنيو پانګونو د حقه حقونو د ساتلو په شمول څلورو برخو کې په اړه شل تدبيرونه ياد شوي دي.
روان کال د چين حکومت د بهرنيو پانګونو د قانون او چيني بازار ته د بهرنيو پانګونو د ننوتلو په اړه د نوي منفي ليست د خپرولو او د ازادې سوداګرۍ د نويو ازمويښتي سيمو د جوړولو له لارې د بهرنيو پانګونو د ثبات ساتلو او د دغو پانګونو د کيفيت د لوړولو لپاره مثبت رول لوبولی دی. د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال او د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو مرستيال وانګ شو ون په همدې ورځ وويل چې چين به د بهرنيو پانګونو پرمخبيولو او ساتلو ته ادامه ور کړي او ژر به د بهرنيو پانګونو د کارولو په هکله کاري سند خپور کړي. هغه وويل د چين حکومت به د ورخلاصون د پراخوالي په برخه کې چيني بازار او د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمو ته د بهرنيو پانګونو د ننوتلو په اړه د منفي ليست پلي کولو ته ادامه ور کړی او په هر اړخيزه توګه يې اړوند محدوديت لغوه کړي دي. د دې ترڅنګ چين د پولي چارو د ورخلاصون بهير چټک کړی او د موټرو په برخه کې يې د بهرنيو پانګونو تګلاره غوره کړې تر څو عادلانه سوداګريز چاپيريال جوړ شي.
په ياد سند کې دا هم راغلي چې اړوندې څانګې بايد بهرنيو پانګوالو ته د اسانتياوو د زياتوالي په برخه کې د نړيوالو سرمايو د کارونې لګښتونه کم کړي،په چين کې بهرنيانو ته دې اسانتياوې برابرې او د بهرنيو پروژو د منظورۍ پروسه دې ښه کړي. په عين وخت کې چين بايد د بهرنيو پانګونو د حقه حقونو د ساتلو لپاره په د بهرنيو پانګونو قانون پلی کړي،د شکايتونو د حل وفصل لپاره دې اړوند ارګانونه جوړ کړي، د پوهنې د ملکيت حق د ساتلو لپاره دې مهم رول ولوبوي، د اړوندو تګلارو څارنه دې پياوړې کړي او له قانون سره سم دې د حکومتي شيانو په اخيستنه کې د کورنيو او بهرنيو تصديو د ګډون مساوي حقونه تامين کړي.په دې هکله د چين د دولتي ادارې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې څانګې مشر جانګ جي چنګ وويل، مونږ د قانون جوړولو په برخه کې په فعاله توګه د پوهنې ملکيت پر حقونو د تېری کوونکو عملونو په اړه د جبران ميکانيزم د جوړولو لپاره هڅې کوو. اوس مهال د انحصاري حق قانون د اصلاحاتو مسوده د سنجش لپاره د چين د ملي ولسي ګانګرس دايمي چارو کميټې ته وړاندې شوې چې پکې دغه ميکانيزم ياد شوی دی . د قانون د اجرا کولو په برخه کې مو د بازاري څارنې د قانون اجراکوونکې ډلې رول لوبولی، د سوداګريزو نښو پر انحصاري حقونو د تېري کوونکو عملونو د پلټنې معيار يې بشپړ کړی او د قانون اجرا کولو اغيزې يې زياتې کړې دي.
د نړيوال بانک د وروستي راپور له مخې په نړۍ کې د چين د سوداګريز چاپيريال مقام له ۴۶ م څخه ۳۱ م مقام ته راغلي دي.
د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې په چين کې د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه سل مليارډه او اته سوه مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹.۲ زيات شوی دی. د بهرنيو پانګونو د کارونې کيفيت هم لوړ شوی دی . د ښاغلي وانګ شو ون په اند د اوسني نړيوال حالت پر وړاندې دغه نتيجه ډېره ښه ده. هغه په راتلونکي او روان کال کې د چين له خوا د بهرنيو پانګونو د راجلبولو د يادونې په ترڅ کې وويل چې چين د بهرنيو پانګونو لپاره جذاب بازار لري او نوموړي په ۲۰۲۰ کال کې د بهرنيو پانګونو پر راجلبولو پوره باور وښود.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |