CRI Online

د افغانستان حکومت به د يوې مياشت د اوربند په شرط له طالبانو سره خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-30 19:43:02

د چين د مرکزي ټلويزيون د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د افغانستان حکومت د دغه هېواد د سولې بهير په هکله يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب په دغه مطبوعاتي غونډه کې څرګنده کړه چې د دغه هېواد حکومت هيله لري چې طالبان د يوې مياشت د اوربند اعلان وکړي. د افغانستان حکومت غواړي چې له يوه مياشتني اوربند وروسته له طالبانو سره د مخامخ خبرې اترې پيل کړي. هغه وويل چې د پخوا د خبرو اترو لپاره مو هيڅ مخکنی شرط نه درلود. خو د پخواني پلان وړاندې کولو په وخت کې حالات يو شان نه و. اوس موږ داسې نظر لرو چې د طالبانو په دننه کې يوې لارښوونې نه شته او دوی د جګړې خپل قوماندانان نه شي کنټرولولی. نو موږ اوس د يوې مياشتې د اوربند شرط لرو، وروسته به خبرې اترې پيل کړو. هغه وويل چې که اوربند عملي شي، طالبان به ثابته کړي چې دوی د جګړې نظامي قومندانان کنټرولولی شي. هغه وويل چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره اووه فقره ييز پلان جوړ کړی چې د امريکا، ناټو، طالبانو او پاکستان له څلورو خواوو سره خبرې اترې پکې شاملې دي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې يوازې پر دې شرط چې پاکستان په افغانستان کې له هيڅ افراطي سازمان ملاتړ نه کوي،که نه، سوله نه شي رامنځته کيدای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای