CRI Online

په بريتانيا کې د ټاکلي وخت نه مخکې د ټولټاکنو تر سره کول له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو بهير ته يوه لاره موندل دي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-30 20:01:07

د بريتانيا د پارلمان د عوامو مجلس پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د ۴۳۸ موافقو رايو او د شلو مخالفو رايو باندې د دغه هېواد د صدراعظم بوريس جونسون لخوا د ټاکلي وخت نه مخکې د روان کال د دسمبر په ۱۲مه نېټه د ټولټاکنو تر سره کولو سند تصويب کړ. له دې امله چې هيڅ يو سياسي ګوند د عوامو په مجلس کې له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو بهير د لارښوونې پوره غوره والی نه لري، نو د بريتانيا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو څو تړونونه چې د بريتانيا د دوو دورو حکومتونو لخوا وړاندی شوي، د پارلمان په عوامو مجلس کې له مختلفو لارو سره ټکر شوي دي. نو د ټاکلي وخت نه مخکې د ټولټاکنو تر سره کول له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو په اړه د رکود ماتولو يوه ښه ټاکنه ده او دغه بهير ته د منځګړيتوب يو فرصت برابرولی شي.

د کريسمس نه مخکې د دغو ټولټاکنو نتيجه به له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو راتلونکی حالت او د محافطه کار ګوند مشر بوريس جونسون او د عمده مخالف ګوند د کارګرو ګوند مشر جيريمي کوربين سياسي برخليک پريکړه به وکړي، نو ستر اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای