د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ټلويزيون د اکتوبر په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران مذهبي مشر خامنه يي په همدې ورځ په خپله وينا کې پر لوېديځو هېوادونو نيوکه وکړه چې د منځني ختيځ په ځينو هېوادونو کې يې د خلکو احساسات پارولي او په دغو سيمو کې د شخړې او ناارامتيا د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلي.
خامنه يي په لبنان او عراق کې د ترينګلي وضعيت په اړه وويل چې دښمن ځواک غواړي د ترينګلتيا د جوړولو له لارې د دغو هېوادونو قانوني ادارې ويجاړې کړي او د دولت حقونه د تش په نوم کړي. نو لبنان او عراق بايد په دې اړه احتياطي رويه غوره کړي. هغه پر لبنانيانو او عراقيانو غږ وکړ چې د قانوني لارې په وسيله خپلې غوښتنې وړاندې کړي.
په دې وروستيو کې د عراق په څو ښارونو کې د نوې دورې لاريونونه رامنځته شوي او د شخړو په ترڅ کې ۷۴ تنه مړه او څه باندې ۳۰۰۰ تنه ټپيان شوي. د لبنان په څو سيمو کې هم د لويې پيمانې لاريونونه شوي. خامنه يي وويل، دغې نښتې د لوېديځو هېوادونو تر ملاتړ لاندې دښمنانه عملونه دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |