د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د پارلمان په اړه د بشري حقونو کمېټې د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې راهيسې، د دغه هېواد په پلازمينه بغداد او په منځني او جنوبي ځينو سيمو کې د نښتو له امله لږ تر لږه سل تنه مړه او ۵۵۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي. برسيره پر دې، ۹۸ حکومتي او شخصي ودانۍ سوځول شوې دي.
يادې کمېټې په اعلاميه کې له لاريون کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په سوله ييزه توګه لاريونونه ترسره کړي او له امنيتي پوځ سره شخړې دې کمې کړي. لاريون کوونکي او امنيتي پوځ بايد سړه سينه وساتي چې د زورزياتي له هغو کړو وړو څخه ډډه وکړي چې ښايي دواړو خواوو د مرګژوبلې سبب کېږي. دغې کمېټې همدارنګه غوښتنه وکړه چې بايد د م م تر ملاتړ لاندې د عراق په ټول قلمرو کې ډيالوګ ترسره شي چې د لاريون کوونکو قانوني غوښتنو ته ځوابونه ورکول شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |