د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د اکتوبر په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومتي پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد په شمالي سرحدي سيمه کې له ترکي پوځ سره نښته وکړه. ترکي پوځ په همدې ورځ د ترکيې د شمال پر کليوالو سيمو د توپونو ډزې وکړې او له امله يې ګڼ شمېر کليوال له خپلو کورونو څخه وتلي دي.
د روانې مياشتې په ۹مه نېټه ترکي پوځ د سوريې په شمال کې د کردانو په موخه نظامي عمليات پيل کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |