CRI Online

د عربي متحده اماراتو د يمن له عدن خليج څخه د خپلو پوځونو د وتلو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-10-31 16:00:25
د عربي متحده اماراتو د يمن له عدن خليج څخه د خپلو پوځونو د وتلو اعلان وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عربي متحده اماراتو د اکتوبر په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د يمن په عدن ايالت کې د دغه هېواد پوځونو خپله دنده بشپړه کړې او بيرته عربي اماراتو ته ستانه شوي.

د دغه هېواد خبري اژانس د پوځونو په قول خبر ورکړ چې دغو پوځونو د عدن ايالت د ازادولو موخه عملي کړې او د دغه ايالت د خونديتوب ساتلو دنده يې په دې سيمه کې د يمن او سعودي عربستان پوځونو ته سپارلې ده.

په دغه اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې عربي متحده امارات به له سيمه ييزو ملګرو سره د يمن له خلکو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د يمن په جنوب او نورو سيمو کې له ترهګرو سره به مقابله وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای