CRI Online

سينګاپور کې"د چين او امريکا اړيکې : د اسيا او نړۍ د پرمختګ لرليد جوړوي "سمينار پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-10-31 16:35:09

د چين او امريکا اړيکې : د اسيا او نړۍ د پرمختګ لرليد جوړوي "سمينار د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه په سينګاپور کې پرانيستل شو. دغه سمينار د چين د نړيوال اقتصادي تګ راتګ مرکز، د امريکا د بروکينګس انسټېټيوټ، د سينګاپور د ملي پوهنتون د لي کوان يو عامه تګلارو پوهنځي په کوربتوب دی او پکې د چين، امريکا، د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو، د اروپايي ټولنې هېوادونو او ځينو نورو هېوادونو او سيمو نږدې سلو د سياست او سوداګرۍ پوهانو ګډون او پر نړۍ يې د چين او امريکا د اړيکو د اغېزو په اړه بحثونه کړي دي. زياتره ګډونوال پدې نظر دي چې د چين او امريکا ترمنځ همغږۍ همکارۍ او ثابتې اړيکې به د نړۍ لپاره ګټورې وي.

د سينګاپور په دولتي چارو کې سلاکار او د لي کوان يو د عامه تګلارو پوهنځي رئيس (ګوح چوک تونګ) د نوموړي سمينار پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې که چين او امريکا په سوله ييز ډول له يو بل سره چلند وکړي، نو نړۍ ته به ګټې ورسول شي، که دواړه هېوادونه يو له بل سره دوښمني وي،نو نړۍ به له مصيبت سره مخ شي. نوموړي نظر وښود چې زياتېدونکي هېوادونه، څېړنيز ارګانونه او رسنۍ د نرمو او معقولو اوازونو د پورته کولو په هڅه کې دي او هيله لري چې د چين او امريکا ترمنځ جنجالونه په ښه توګه کنترول شي.

((دغه نرم اوازونه د کاغذ پر مخ نه، بلکې د عملي کېدو په حال کې دي. په دې برخه کې يو ښه مثال دا چې يو شمېر هېوادونو د نظريو له شريکولو وروسته د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون او داسې نور ازاد سوداګريز تړونونه لاسليک کړي دي. موږ کولای شو په ګډو همکاريو د ازادې سوداګرۍ سيستم بيا جوړ او پياوړی کړو. موږ کولای هم شو چې د مثبتو سياليو له لارې ګډه سمسورتيا ومومو. هر هېواد چې هرڅومره بډای او اباد وي، د بې وزلو ګاونډيو په منځ کې خونديتوب احساسولی نه شي.((

د چين د نړيوال اقتصادي تګ راتګ د مرکز رئيس (ځنګ پې يان) په خپله وينا کې وويل، هغه نظرونه چې له مخې يې امريکا دې له چين سره اړيکې پرې کړي، د اقتصادي دستور ، نړيوالو اصولو او عادلانه نظام په خلاف دي. همکارۍ د چين او امریکا يوازينی سم انتخاب دی او د ګردې نړۍ ګډه هيله هم ده.

په دغه سمينار کې ډېر ګډونوال پدې اند دي چې د چين او امريکا ترمنځ همکاريزې اړيکې د نړۍ لپاره ډېرې مهمې دي. د تايلنډ پخواني مرستيال صدراعظم او خارجه وزير (ساتحيراتحای) په خپلو خبرو کې وويل چې، بېلابېلې خواوې دې خپلمنځي جنجالونه تر وسې پورې کم او ګډې همکارۍ دې پياوړې کړي، يو بل ته دې زيانونه ونه رسوي او متقابل بې اعتماد دې لری کړي. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې چين پدې برخه کې ډېرې ښې تجربه کارۍ کړې دي.

((رئيس شي جين پينګ د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا په موخه يو وړانديز يعنې د يو کمربند او يوې لارې طرحه نوښت کړه، دغه طرحه نه يوازې د هېوادونو ترمنځ د متقابل پيوستون او همکارۍ لپاره ، بلکې د دوی ترمنځ د جنجالونو د کمولو او د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي، تجارتي او علمي همکاريو لپاره به هم ګټوره تمامه شي.))

د اندونيزيا د سوداګرۍ پخوانۍ وزيرې (ماري ايلکا پانګيستو) وويل:

((که د چين په اقتصادي وده کې ٪1 ټيټوالی راشي، نو د اندونيزيا په اقتصادي وده کې به ٪0.3 ټيتوالی راشي، ځکه موږ د ارزښت په يو ځنځير کې يو. د اندېښنې وړ دا ده چې تجارتي اصطکاک د نړۍ د ازادۍ سوداګرۍ جاری سيستم خراب کړی دی او عمده لامل يې دا دی چې امريکا د خپل ملي امنيت د ساتلو په پلمه د ګمرکي تعرفې د کنترول په وسيله د نورو پر ړواندې سوداګريز اصطکاک پيل کړی دی.))

د چين د نړيوال اقتصادي تګ راتګ د مرکز رئيس (ځنګ پې يان ) وويل، چې د چين او امریکا ترمنځ د ۱۳ م پړاو په لوړپوړو سوداګريزو سلامشورو کې ډېر پرمختګونه ترلاسه شوي، په اوسني وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي همکاريو ساحه تر بل هر وخت پراخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای