CRI Online

په سوداګريزه ساحه کې د 5G استفاده کول به د چين د اقتصادي شکل بدلون چټک کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-31 20:06:42

چين د اکتوبر په ۳۱مه نېټه په سوداګريزه ساحه کې د 5G استفادې کولو اعلان وکړ چې د چين ټولنې ته به ستر اصلاحات ورسوي او نه يوازي د چين د اقتصاد باکيفيت پرمختګ، بلکې د نړيوال اقتصاد لپاره به نوې انرژۍ برابرې کړي.

اوسمهال چين د 5G په ساحه کې زيات امتياز لري او د معيارونو او اغيزو په برخه کې څرګند غوره وای لري. د تېر کال تر پايه پورې په چين کې د 5G په اړوند د امتيازيو وړاندې کولو شمېر په ټوله نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. د 4G په نسبت 5G لا چټک سرعت دی چې په سوداګريزه ساحه کې استفاده کول به د چيني خلکو لپاره سترې اسانتياوې رامنځته کړي، دغه راز په چين کې د مالوماتو چارو د نوي شکل او د مالوماتو د تر لاسه کولو کچې د لوړوالي هڅونه به وکړي. دا ډېره مهمه ده چې د 5G استفاده کول به د صنعتي او کرهنيزو چارو، ترافيک، ښوونې او درملنې په شمول بېلا بېلو ساحو کې د ډجيتلي، انټرنيټ او ځيرکتيا کېدو په لوري پرمختګ ومومي او په رښتينې ډول د چين د اقتصاد د باکيفيت پرمختګ هڅونه به وکړي.

چين د واقعي فعاليتونو له لارې د 5G د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي چې د دغه هېواد اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو او نړيوال اقتصاد ته د پرمختګ نوي ټکي پيدا کړي او ټولې نړۍ ته د 5Gد پرمختګ ګټې ورسوي. دا د نړيوال پرمختګ لپاره د يو مسئولانه هېواد په توګه د چين واقعي خدمت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای