CRI Online

چين د ورخلاصي نړيوال اقتصاد د جوړونې لپاره غښتلی محرک دی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-31 20:07:58

د چين د سوداګرۍ د وزارت انستېتيوټ په دې څو ورځو کې يو راپور(( د ۲۰۱۹ کال د چين د ورخلاصون د پرمختګ راپور)) خپور کړ. په دې راپور کې دا راغلي چې له ۱۹۷۸ کال راهيسې د چين د موادو د وارداتي او صادراتي عمومي حجم په لويه کچه لوړ شوی دی، او د بهرنيو پانګو د راټولولو او په بهر کې د پانګونه اچولو په برخو کې د نړۍ دوهم ځای يې نيولی دی. په عين وخت کې د م م د تجارت او پرمختګ غونډې د يو راپور په خپرولو سره وويل، د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې چين د ۷۳ ملياردو ډالرو بهرنۍ پانګې راجذب کړې دي، چې په دوامدار ډول د بهرنيو پانګو د راجذبولو په برخه کې د نړۍ په دوهم لوی هېواد ګرځېدلی دی. شک نه شته چې د دوامدار ورخلاصون په حال کې يو هېواد نه يوازې ځان ته وده ورکولی شي، بلکې د نړۍ لپاره لوی چانسونه برابر کړي دي.

له تجارتي تبعيض او يو اړخيزتوب سره په مخامخ کېدلو سره چين د خپلو تجربو او پياوړتياوو له لارې نړۍ ته وايي: د نړيوال کېدو څپه نه شي ځنډېدلی، يوازې د ورخلاصون پر بنسټ پرمختګ موندل کېدلای شي. ورخلاصي چين تل د ورخلاصي نړيوال اقتصاد د جوړونې لپاره غښتلی محرک دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای