د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې ، د امريکا عوامو مجلس د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه په۲۳۲ موافقو رايو او ۱۹۶ مخالفو رايو سره د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح کولو په اړه د پلټنې تجويز تصويب کړ. دا د يادې پلټنې په اړه د عوامو مجلس لومړۍ رسمي رايګيري ده.
په دغه رايګيرۍ کې په عوامو مجلس کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړو هيڅ موافقه رايه ورنه کړه او د ديموکراټ ګوند دوو غړو مخالفې رايې ورکړې.
د امريکا د عوامو مجلس رئيس نانسي پيلوسي د سپتمبر په ۲۴ مه نېټه د دونالډ ټرمپ د استيضاح د پلټنې د پيلېدو اعلان وکړ او لامل يې وښود چې د استخباراتو يو کارکوونکي چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې ده وويل چې ډونالډ ټرمپ په تېر جولای کې د اکراين له ولسمشر سره د تليفوني خبرو په ترڅ کې له نوموړي څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته د ديموکراټ ګوند د نماند روبينيټي بېډن او د ده زوی په اړه پلټنه وکړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |