CRI Online

د تقاضا او عرضې په اړه لويه غونډه د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډونوالو تصديو او توليدات اخيستونکو ترمنځ د همکارۍ لپاره ډګر برابروي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-01 14:26:59

د چين د مرکزي تلويزيون د ويبپاڼې د خبر له مخې د نومبر له شپږمې نيټې څخه تر اتمې نيټې پورې به د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په موده کې د تقاضا او عرضې په اړه لويه غونډه تر سره شي او په دې نندارتون کې به د ګډونوالو تصديو او توليدات اخيستونکو ترمنځ د همکارۍ لپاره ډګر برابر کړي.د تېرې دورې په پرتله به د سږنۍ دورې نندارتون د يادې غونډې پيمانه نوره هم لويه وي.

د دې غونډې مسئول وويل چې د دې غونډې د چمتوالي بېلا بېل کارونه په سالمه توګه روان دي.تر اوسه پورې د ۹۰ هېوادونو ګډونوالو تصديو او توليدات اخيستونکو په دغه غونډه کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي او د توليدات اخيستونکو عمومی شمېر يې پنځه لکو ته رسيدلی دی.

تشکيلاتي کميټې په لومړي ځل په دې غونډه کې هغه ويډيويي خدمتي سيمه ټاکلې او د هغو تصديو او توليدات اخيستونکو لپاره به خدمتونه وکړي چې د ياد نندارتون د تر سره کېدو ځای ته نه شي تللی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای