د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د دارالانشا اجرائيه سکرتر پاتريکيا ايسپينوسا د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه په خپلو خبرو کې وويل چې م م د اقليمي بدلون د غونډې د جوړولو لپاره د ممکنو پلانونو په لټه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د چيلي حکومت په همدې ورځ د اقليمي بدلون په اړه د م م د سږنۍ غونډې له کوربتوب څخه د لاس اخيستلو اعلان وکړ.
ټاکل شوی وه چې ياده غونډه به د روان کال په دسمبر کې ترسره شي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |