امريکا پدې وروستيو ورځو کې په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې دوی به د ۲۰۲۰ کال په اپريل کې د تايلنډ پر څه باندې ۵۰۰ ډولو تجارتي توکو د تعرفې امتيازات لغوه کړي او دا به د تايلنډ صادراتو ته تر يو ميليارډ او ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ډېر زيانونه ورسوي، نوموړي زياته کړه چې دغه پرېکړه يې د کارګرو حقونو د ساتلو په برخه کې له نړيوال معيار سره د تايلنډ نه برابرېدو ته د سزا لپاره کړې ده.
د تايلنډ د کارګرو وزير چاتومونګول سوناکول پدې اړه وويل چې تايلنډ د امريکا له څرګندونو سره موافق نه دی، د ده په اند د تايلنډ د کارونو قانون له نړيوال معيار سره برابر دی، د تايلنډ د کارګرو وزارت اړوندې تګلارې د دغه هېواد د قوانينو له مخې جوړېږي ، بايدد دغه هېواد له واقعي حالاتو سره سمون ولري او دغه هېواد ته د نورو هېوادونو قوانين يا معيارونه په بشپړه توګه نه شي کاپي کېدای.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |