CRI Online

د نړۍ د يو شمېر مشهورو تصديو چارواکي: د چين بازارونه ډېر مهم دي او موږ د چين پر اقتصادي ودې باور لرو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-01 16:28:18

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر په پنځمه نېټه پرانيستل شي. پدې وروستيو ورځو کې د نړۍ د يو شمېر مشهورو تصديو مسئولينو له چيني خبري رسنيو سره د مرکو پر مهال څرکنده کړې ده چې دغه نندارتون به له چين سره د نړۍ سوداګريز تګ راتګ پياوړی کړي او دوی د چين پر بازارونو ډېر باور لري.

د L'Oréal ګروپ د مديره هئيت رئيس او اجرائيه رئيس جين پاول اګون له چيني خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل چې چين پر يوې پراخې پرمختيايي لارې د روانېدو په حال کې دی. چيني مشتريان د لاښه کيفيت لرونکی ژوند غواړي او پدې برخه کې د دغه هېواد حکومت ورڅخه ملاتړ کوي، نو زما په اند د چين د پرمختګ لرليد ډېر ښه دی.

په چين کې د جاپان د Panasonic شرکت د نماينده ګۍ رئيس چيني خبري رسنيو ته وويل، له دې امله چې د چين استهلاکي او ابتکاري ځواک او د توکو جوړولو توان يې لاپسې پياوړی شوی، Panasonic شرکت غواړي له چين سره اړيکې لانږدې کړي او له پرمختللو چيني تصديو څخه زده کړه وکړي، څو خپل پرمختګ لا چټک او د سيالۍ خپل ځواک نور هم پياوړی کړي.

د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د امريکا د Johnson Controls شرکت د نماينده ګۍ رئيس ويسال لنګ په خپلو خبرو کې وويل چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې يو لوی نندارتون دی ، تېر کال د ده شرکت په دغه نندارتون کې د تجارتي همکاريو ۷ هوکړه ليکونه لاسليک کړي وو او د ۳۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د توليداتو فرمايش يې ترلاسه کړی و.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای