CRI Online

د چين د ادارې سيستم لا نور بشپړ دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-01 19:53:10

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې څلورمه غونډه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. په دې غونډې کې (( د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې لخوا د چين د ځانګړې سوسياليزم نظام د دوام او بشپړولو، د هېواد د ادارې سيستم او توان د عصري کولو د هڅونې په اړه دځينو مهمو مسئلو په هکله پريکړې )) تصويب شوې، چې پکې په بشپړه توګه د چين د نظام او د ادارې په اړه لويو مسئلو ته ځوابونه ويل شوي. دغه پرېکړه يوه نښه ده چې د چين بشپړ او ژور اصلاحات يو ځل بيا لوی قدمونه پورته کوي.

د نړۍ د تاريخ له پرمختګ څخه دا معلومېږي، يو هېواد نه شي کولی چې يوازې د نورو هېوادونو سياسي نظام کاپي کړي، بايد د خپلو حالاتو له مخې نظام جوړ کړي. په تېرو ۷۰ کلونو کې چين د خپلو حالاتو له مخې د چين د ځانګړي سوسياليزم نظام او د هېواد د ادارې سيستم جوړ کړی دی، هغه چې نه يوازې يې خپل ځان ته لوی پرمختګ راوستلی، بلکې د نړيوالو ټولنو لپاره يې ګرانې تجربې او پوهنې برابرې کړې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای