CRI Online

د ۲۰۱۹م کال لپاره د م م د اقليمي بدلون غونډه به د هاسپانيا په مادريد کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-02 15:52:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د اقليمي بدلون د جوړښتي تړون دارالانشأ د نومبر په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹م کال لپاره د م م د اقليمي بدلون غونډه به د هاسپانيا په مادريد کې تر سره شي. له دې نه وروسته د هاسپانيا د سرپرست صدراعظم پيډرو سانچيز څرګنده کړه چې هسپانيا به د دغې غونډې د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې، د دغې دارالانشأ اجرايوي سکرتر پاتريکيا ايسپينوسا په همدې ورځ د ياد تړون په ويبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې سږنۍ غونډه به د دسمبر له ۲مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په مادريد کې تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای