د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ( آسيان) د ۳۵مې دورې سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا د همکاريو په اړه د مشرانو يو لړ غونډې به د نومبر له دوهمې نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې په تايلنډ کې تر سره شي، د چين صدراعظم لي که چيانګ به په يادو غونډو کې ګډون وکړي او له تايلند څخه رسمي ليدنه وکړي.
د آسيان د لسو غړيو هېوادونو او چين، استراليا، هند، جاپان، نوي زيلانډ، کوريا جمهوريت او امريکا په شمول د اتلسو هېوادونو مشران به په نوموړې سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. لي که چيانګ به د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو په يو لړ غونډه کې ګډون ولري او له تايلنډ څخه به رسمي ليدنه هم وکړي چې دغه هېواد ته د ده له تېر رسمي سفر څخه ۶ کاله تير شوي دي.
د يادې سرمشريزې غونډې په څنډه کې به د آسيا سوداګريز نندارتون هم تر سره شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |