CRI Online

لي که چيانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۱۸مه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-03 16:57:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د ۲مې نېټې په سهار د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۱۸مه غونډه کې ګډون وکړ. د ازبکستان، روسيې، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان صدراعظمانو، د پاکستان او هند د حکومتونو استازو او د کتونکو هېوادونو استازو هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

صدراعظم لي که چيانګ د دغې غونډې په ترڅ کې وويل، د دغه سازمان د جوړېدو له ۱۸ کلونو راهيسې ښه پرمختګ موندل شوی او په زياتو ساحو کې ښې همکارۍ شوې دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سږ کال په جون مياشت کې د بېشکېک په سرمشريزه غونډه کې د دغه سازمان په چوکاټ کې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو وړانديز وکړ. اوسمهال نړيوال حالات د پيچلي کېدو، د بې ثابتۍ عوامل د زياتېدو او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ خوځنده ځواک د کمښت په حال کې دی. د دغه سازمان غړي هېوادونه بايد د متقابل باور او يووالي د ټينګښت پر اساس په لا پراخه ساحه کې همکارۍ وکړي، په ګډه دې ننګونې ليرې کړي او په سرمشريزه غونډه کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلې کولو لپاره دې هڅې وکړي، څو د دغه سازمان په چوکاټ کې همکارۍ لا نژدې شي.

نوموړي پنځه فقيره ييز وړانديزونه وکړل. لومړی، د امنيت د ساتنې ديوال او د پرمختګ بنسټ دې ټينګ شي. دوهم، ورخلاصون او تګ راتګ دې پياوړی شي او د پرمختګ فضا دې پراخه شي. درېيم، د مختلفو هېوادونو ترمنځ د پيوستون جوړښت دې بشپړ شي او د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ لاره دې پراخه شي. څلورم، د نوښت نوی ټکی او د پرمختګ نوی خوځنده ځواک دې پيدا شي. پنځم، د بشري ګټو د ساتلو په موخه دې پرمختګ يو له بل سره شريک شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای