CRI Online

چين په بريالۍ توګه د ځمکې د څار سپوږمکۍ د ګاوفن اووم نمبر په نامه سپوږمکي وتوغوله

cri     (GMT+08:00) 2019-11-03 16:59:43

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، چين د نومبر د ۳مې نېټې په يوولسو بجو او دوه ويشتو دقيقو د تای يوان د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د چانګ جنګ څلورم بي ډول بار وړونکي راکټ په وسيله په بريالۍ توګه د ځمکو د څار په اړه د ګاوفن اووم نمبر سپوږمکۍ وتوغوله. دغه سپوږمکۍ تر متر لاندې د رڼا له لارې د معلوماتو د ليږدونې او د سټيريوسکوپ د ټوپوګرافيک په اړه د چين لومړۍ ملکي سپوږمکۍ ده. دغه سپوږمکۍ به د خاورو د ټوپوګرافيک، د ښارونو او علاقه داريو د ابادۍ او د احصايې او پلټنې په برخو کې ستر رول ولوبوي او د ښارونو د پرمختګ د پلان د طرحه کولو، د کرهنيزو چارو او کليوالو سيمو د ابادۍ او په چين کې د سمسورې ټولنې د جوړولو لپاره ښه زمينه برابره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای