CRI Online

لي که چيانګ د تايلنډ بانکاک ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2019-11-03 17:09:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د تايلنډ د صدراعظم پرايوس چان اوچا په رسمي بلنې له تاشکند څخه په ځانګړې الوتکې کې د تايلنډ پر لور وخوځيده او د نومبر د دوهمې نېټې په شپه د دغه هېواد د پلازمېنې بانکاک هوايي ډګر ته ورسېد او نومړی به هلته د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د مشرانو په ۲۲مه غونډه، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې او چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په ۲۲مه غونډه او د ختيځې اسيا په ۱۴مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او له تايلنډ څخه به رسمي ليدنه وکړي.

لي که چيانګ وويل، چې د اوسني نړيوالو اقتصادي حالاتو پر وړاندې يوازې د خپلمنځي همکاريو له لارې ګډې ګټې تر لاسه کېدای شي. چين هيله لري چې د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو يو لړ غونډې رښتينو همکاريو، څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ، خبرو اترو او سلامشورو، د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتلو، د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي په برخو کې د سيمې له هېوادونو څخه ملاتړ او د سيمه ييز اقتصادي يووالي د کچې لوړوالي ته توجه ورکړي.

لي که چيانګ هيله وښودله چې د دغه سفر له لارې د چين او تايلنډ ترمنځ دوستي لا ټينګه او خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې شي.

نوموړی به په يادو غونډو کې د ګډون تر څنګ د سيمه ييز اقتصادي همکاريزو اړيکو د همغږۍ په اړه د مشرانو په درېيمه غونډه، د دواملرونکي پرمختګ په اړه په مېلمستيا کې ګډون ولري او د نورو هېوادونو له مشرانو سره به هم کتنه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای