CRI Online

شي جين پينګ به د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-03 17:11:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر د ۵مې نېټې په سهار په شانګهای کې پرانيستل شي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ به د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړي.

په همغه وخت کې به د چين مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د لوی چينال، خبري چينال او د بهرنيو ژبو چينالونو په شمول ځېنې ټلويزيونونه، د چين غږ راډيو او سي ار ای خبري راډيو په شمول ځېنې راډيو ګانې او د سينهوا ويبپاڼه به ژوندي خپرونه وکړي. همدارنګه، د چين نورې خبري ويبپاڼې او نوې خبري رسنۍ به هم اړوندې خپرونې ولري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای