د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د هانکانګ پوليسو د نومبر په درېيمه نېټه وويل، چې د نومبر په دوهمه نېټه د هانکانګ خاصي اداري سيمې په زياتو سيمو کې د زور زياتي لاريونونه او تخريبي عملونه رامنځته شول، پوليسو د زورواکو لاريون کوونکو د کړو وړو سخته غندنه وکړه. پوليسو د ۳مې نېټې د سهار وختي په يوې بجې تر ۲۰۰ زيات کسان د ناقانونه راغونډېدو، د وسلو د ساتلو او پټولو، جنايي ويجاړوونکو عملونو او په ناقانوني غونډه کې پر مخونو د تورو نقابونو د اغوستلو په تور نيولي.
پوليسو وويل، چې د نومبر د دوهمې نېټې په ماسپښين ګڼ شمېر کسان د پوليسو له مخالفت سره سره په ويکټوريا پارک کې په ناقانوني ډول راغونډ شول او په نورو سيمو کې يې پر پوليسو او لارويانو د بريدونو او د دوکانونو او عامه تاسيساتو د ويجاړولو په شمول د زورزياتي عملونه تر سره کړل.
پوليسو وويل، چې د زورواکو لاريون کوونکو عملونو ټولنيز نظام او د خلکوژوند زيامن کړی. پوليس به هرومرو د ټولنيز نظام د اعاده کولو لپاره ګامونه پورته کړي او ټولو ناقانوني عملونو تر سره کوونکو ته به سزا ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |