CRI Online

د اسيا او ارام سمندر سيمې په اړه د سينهوا اژانس عمومي سټېشن له بريد سره مخامخ شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-03 17:22:06

د چين مزکري راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د نومبر د دوهمې نېټې په ماسپښين نقاب اغوستونکو لاريونوالو د هانکانګ ټاپو په زياتو سيمو کې اور لګونه او ګاسلين بمونه واچول. د اسيا او ارام سمندر سيمې په اړه د سينهوا اژانس عمومي سټېشن چې د هانکانګ ټاپو په (کوين) لار کې پروت دی، د ځينو زورواکو کسانو له بريد سره مخامخ شو. د هانکانګ د خبريالانو ټولنې او د هانکانګ د مطبوعاتي چارو د اداره کوونکو ټولنې په همدې ورځ د اعلاميو په خپرولو سره د دغو زورواکي عملونه سخته غندنه وکړه او له پوليسو څخه يې وغوښتل چې زورواکي کسان پيدا او ونيسي.

د هانکانګ د مطبوعاتي خبريالانو ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې د نومبر د دوهمې نېټې له غرمې وروسته د هانکانګ ټاپو په سيمه کې ناقانوني غونډې، ټرافيکي جم او شخړې رامنځته شوې. ځينو زورواکو کسانو د اسيا او ارام سمندر سيمې په اړه د سينهوا اژانس عمومي سټېشن شيشه يي دروازه ماته کړه او ودانۍ دننه يې اوراچوونکي بمونه وغورځول. په اعلاميه کې ويل شوي چې د اسيا او ارام سمندر سيمې په اړه د سينهوا اژانس عمومي سټېشن په هانکانګ کې د چين مطبوعاتي ارګان دی او د اسيا او ارام سمندر سيمې د راپورتاژ دنده پر غاړه لري. د لايون کوونکو ياد عملونه د هېواد پر مطبوعاتي څانګې سخت بريد دی او د مطبوعاتي ازادۍ د تامين په اړه د هانکانګ د قوانينو د پايمالولو معنی لري. د هانکانګ د مطبوعاتي کارکوونکو ټولنه د دغو عملونو سخته غندنه کوي او له پوليسو څخه غوښتنه کوي چې د دغه بريد برخه وال کسان ونيسي، تر څو د مطبوعاتي ارګانونو او کارکوونکو لپاره عادي، امنيت او ثابت کاري چاپيريال تامين شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای