د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د ۳۵مې سرمشريزې غونډې او د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو د يو لړ غونډو پرانيستونکي مراسم د نومبر په درېيمه نېټه د تايلنډ په پلازمېنه بانکاک کې تر سره شول. د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د نوبتي کوربه هېواد تايلنډ صدراعظم پرايوس چان اوچا د پرانيستونکو مراسمو په وينا کې وويل، چې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه او ملګري هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، تر څو له ګډو ننګونو سره مبارزه وکړي او دواملرونکي پرمختګ رامنځته کړي.
نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه او نړۍ له زياتېدونکو ننګونو او ناثابتو عواملو سره مخامخ دي او څو اړخيزم تر چلينج لاندې دی، نژدې دوستانه اړيکې او ملګرتيا ساتل له يادو ننګونو سره د دغې سيمې د مبارزې کيلي ده.
د نوموړې ټولنې د لسو غړو هېوادونو مشرانو له پرانيستونکو مراسمو مخکې په يوه غونډه کې د دغې ټولنې د راتلونکي پرمختيايي لوري او د جنوب ختيځې اسيا د دواملرونکي پرمختګ د پياوړتيا په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
د تايلنډ صدراعظم پرايوس چان اوچا د وينا په حال کې
په پرانيستونکو مراسمو کې هنري ننداره
په پرانيستونکو مراسمو کې هنري ننداره
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |