CRI Online

شي جين پينګ له شانګهای څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-03 20:48:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې له شانګهای څخه په ليدنه کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې د څلورمې عمومي غونډې له روحيې سره سم بايد تر ثبات ساتلو لاندې د پرمختګ موندلو پر کاري اصل ټينګار وشي، د پرمختګ نوې مفکوره دې عملي شي، د اصلاحاتو او ورخلاصون ګامونه دې چټک شي، د عصري اقتصادي سيستم د ابادۍ جريان دې پياوړی شي، کورنۍ او بهرنۍ ننګونې دې په ښه توګه حل شي، د ښار توان او د سيالۍ ځواک دې لوړ او د سوسياليستيک، عصري او نړيوال ښار د اداره کولو توان او سويه دې پورته شي.

شي جين پينګ د نومبر له دوهمې نېټې څخه تر درېيمې نېټې پورې د شانګهای له (يانګ پو بين جيانګ) او (ګو بې) استوګنيزو ناحيو څخه هم لېدنې وکړې او له ځايي کارکوونکو او خلکو سره يې خبرې وکړې. شي جين پينګ د درېيمې نېټې په ماسپښين د شانګهای د کمونېست ګوند کميسيون او د ښاري حکومت کاري راپورونه واورېدل او د همدې ښار بېلا بېل کارونه يې وستايل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې روحيه بايد وپېژندل شي او بايد عملي شي او د ښار د اداره کولو سويه دې لوړه شي. د پلان جوړولو، ابادۍ، ادارې، توليد، ژوند او چاپيريال په برخو کې د بېلا بېلو کارونو همغږي دې پياوړې شي او حکومت، ټولنه او ښاريان دې پکې مثبت رول ولوبوي.

شي جين پينګ زياته کړه چې د اقتصاد باکيفيته پرمختګ دې وهڅول شي. د نړيوالو پانګو، معلوماتو، تکنالوژۍ، استعداد لرونکو کسانو او مالونو په شمول سرچينې دې ښه ځای پر ځای او وکارول شي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په رڼا کې دې د شانګهای د پولي بازار د نړيوال کېدو کچه لوړه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای