CRI Online

لي که چيانګ د استراليا له صدراعظم سکوټ موريسن سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-04 11:00:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په درېيمه نېټه په بنکاک کې د ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو د يو لړ غونډو په موده کې د استراليا له صدراعظم سکوټ موريسن سره د اووم پړاو کلنی ملاقات وکړ.

لي که چيانګ وويل چې د چين او استراليا ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسوي بلکې د سيمه ييز او نړيوال ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره ګټورې دي.د چين او استراليا ترمنځ په اړيکو کې هېڅ تاريخي تضادونه او د بنسټيزو ګټو په اړه جنجالونه نه شته.دواړه خواوې بايد د دغو اړيکو لوری خپل کړي،ګډو ګټو ته دې پاملرنه وکړي، د متقابل درناوي او مساوات پر بنسټ دې د نظريو ارزښتناکې تبادلې او همکارۍ وکړي، د متقابل تفاهم او باور د لاټينګښت په برخه کې دې ډېرې هڅې وکړي او خپلمنځي توپيرونه دې لېرې کړي تر څو د چين او استراليا ترمنځ اړيکې په سم لوري روانې شي.

موريسن د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت صدراعظم لي که چيانګ ته مبارکي وويله او همدارنګه يې زياته کړه چې استراليا له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له چين سره د اړيکو د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای