CRI Online

د م م د صنعتي پرمختګ سازمان اتلسمه غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-04 11:02:13
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د صنعتي پرمختګ سازمان اتلسمه غونډه د نومبر په درېيمه نيټه د عربي متحده اماراتو په پلازمينه ابوظبي کې پرانيستل شوه چې عمده موضوع يې د ۲۰۳۰ کال صنعت يعنې نوښت، نښلېدنه او د راتلونکې برابرول دي.
ياده غونډه د م م د صنعتي پرمختګ سازمان او د عربي متحده اماراتو د حکومت له خوا په ګډه جوړه شوې او د څلورم صنعتي انقلاب په پسمنظر کې د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا موخې د تر سره کولو لپاره د ګډ او دواملرونکي پرمختګ کليدي رول په دې غونډه کې د پاملرنې وړ موضوع ګڼل کيږي. د دې سازمان د ۱۷۰ غړو هېوادونو څه باندې اته سوه چارواکو او استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.(غاټول)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای