د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د نومبر په درېيمه نېټه په تهران کې د ايران د محصلينو له استازو سره وکتل او په خپله وينا کې يې وويل چې په ايران کې د امريکا د نفوذ د مخنيوي لپاره له امريکا سره خبرې اترې بايد منعه شي.
نوموړي دغه څرګندونې د ايراني يرغمل پېښې په څلوېښتمه کاليزه کې وکړې او همدارنګه يې وويل چې له امريکا سره د خبرو اترو د ممنوعيت منطق سم دی.که د ايران او امريکا ترمنځ خبرې اترې بندې شي،نو په دې هېواد کې د امريکا د نفوذ مخنيوی به وشي او د دوی دروغ به نړيوالو ته روښانه شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |