CRI Online

لي که چيانګ د م م له عمومي سرمنشي انتونيو ګوتريس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-04 11:05:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په درېيمه نېټه په بنکاک کې د م م له عمومي سرمنشي انتونيو ګوتريس سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې اوس په نړيوالو حالاتو کې ډېر بدلونونه راغلي دي.چين به د م م د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه د څو اړخيزم ،د م م په محور د نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظم ساتلو ته ادامه ور کړي. چين غواړي چې له م م سره همکارۍ پياوړې کړي او د ښاغلي سرمنشي له کارونو څخه ملاتړ کوي او له اړوندو خواوو سره د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا به پلې کړي. له اقليمي بدلون سره د مقابلې په هکله به چين د يوه پرمختيايي هېواد په توګه خپلې دندې په ښه توګه پر غاړه واخلي، د هغو اصولو مراعات به کړي چې مسؤليت يې ګډ خو بېلا بېل دی، له نړيوالې ټولنې سره به د پاريس تړون د پلي کولو او د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

کوتريس وويل چې اوسني نړيوال حالت پېچلی دی. نړيواله ټولنه بايد د هرې هغې کړنې مخنيوی وکړي چې غواړي نړۍ جلا کړي،دوه سيستمونه جوړ کړي او دوه اصول وټاکي.د چين پرمختګ نه يوازې د نړۍ د څو قطبی کېدو او څو اړخيز کېدو لپاره بلکې د نړيوالي سولې د ساتلو لپاره هم ګټور دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای