CRI Online

د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس سرمنشي: ټوله نړۍ د چين نړيوال وارداتي نندارتون ته په تمه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-11-04 14:19:51

د چين د مرکزي ټلويزيون رسمي ويبپاڼې خبر ورکړ چې د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس چې مقر يې د سويس په ژنيو کې پروت دی، ژر به د چين په دوهم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره يو پلاوی ورولېږي. د دغه کنفرانس سرمنشي ښاغلي موخيسا کيتويي چين ته له خپل سفر مخکې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټېشن د خبريالانو ځانګړې مرکه ومنله. هغه د دغې مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين لخوا د نړيوال وارداتي نندارتون کوربتوب د بېلا بېلو صادراتو ته يو نوی ډګر برابروي او ټوله نړۍ دې ته سترګې په لار ده.

نوموړي څرګنده کړه چې سږ کال به لا زيات هېوادونه د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې برخه واخلي. له دې څخه ښکاري چې تېر کال دغه نندارتون ډېر بريالی شوی. چين ډېر ځانګړي کارونه کړي او خورا ستر اهميت لري چې د زياتو پرمختيايي هېوادونو د ګډون هڅونه يې کړې ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای