CRI Online

د چين بازاري امکانات له اټکل څخه وتلي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-04 15:59:38

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر په پنځمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شي.ځکه چې د چين لومړی نړيوال وارداتي نندارتون بريالی شو،نو د روانۍ دورې دغه نندارتون د پاملرنې وړ دی او د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو څه باندې درې زره تصدۍ يې راجلب کړې دي چې پيمانه يې لويه،کيفيت يې لاښه او فعاليتونه يې ډېر دي.د اوسني نړيوال اقتصاد د شاتګ په پسمنظر کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ په چيني بازار کې خپلې چارې جوړې کړې او هغه هيله يې ښودلې چې د چين له پرمختګ څخه برخمن شي.

د عموميت له لحاظه د روانۍ دورې په دغه نندارتون کې د ګډونوالو هېوادونو ، تصديو او توليداتو شمېر د تېرې دورې په پرتله زيات شوی او د دې ترڅنګ که څه هم د غرفو شمېر او پراخوالي زيات شوی، خو د غرفو اړتياوې لاهم ډېريږي. له دې څخه ښکاري چې دغه نندارتون د تود هرکلی وړ ګرځېدلی دی. له پنځه سوو غښتليو نړيوالو تصديو او شرکتونو څخه ۲۵۰ نړيوال شرکتونه په دغه نندارتون کې ګډون کوي او لازيات نوی توليدات او تخنيکونه به په لومړي ځل وښودل شي چې له دې امله به يې د دغه نندارتون کيفيت لوړ شي.سربېره پردې څه باندې درې سوه اړوند فعاليتونه به تر سره شي او د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم د ورخلاصون، نوښت ، همکارۍ او ګډو برياليتوبونو په شمول موضوعاتو ته پاملرنه کوي. له يو داسې نندارتون څخه چې پيمانه يې لويه، کيفيت يې ښه او فعاليتونه پکې ډېر دي،له څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم څخه د چين ملاتړ او د ازادۍ سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د چين ټينګ هوډ څرګنديږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای