د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې (يعنې اسيان) ۳۵مې سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا همکارۍ په اړه د مشرانو يو لړ غونډې د نومبر په درېيمه نېټه په تايلنډ کې پرانيستل شوې. د اسيان د لسو غړو هېوادونو او ۸ همکاريزو هېوادونو مشران په يادو غونډو کې ګډون کوي چې عمده موضوعات يې د دوام لرونکي پرمختګ لپاره د همکاريزو اړيکو پرمخبيول، د اسيان ګډه ابادي، دوام لرونکی پرمختګ، د همکاريزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا او داسې نور.
د دغو غونډو کوربه او د اسيان د نوبتي رئيس هېواد تايلنډ د پرانيستلو په مراسمو کې څرګنده کړه چې د اسيان هېوادونه به په ګډو عملياتو سره د خلکو ګټو په پام کې نيولو او راتلونکې ته په کتو سره د ګډې ترقۍ په موخه د اسيان ګډه ټولنه اباده کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |