CRI Online

لي که چيانګ د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-04 17:26:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۴مه نېټه د تايلنډ په پلازمينه بانکاک کې د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره وکتل.

لي که چيانګ په دغه کتنه کې وويل، چې چين او جاپان يو د بل ګاونډي هېوادونه دي او د نړۍ عمده اقتصادونه هم دي. اوسمهال نړيوال اقتصاد د نرمېدو له فشار سره مخامخ دی، نو دواړه هېوادونه بايد د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ د ساتلو او په جدي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلورو سياسي سندونو د پلي کولو لپاره هڅې وکړي. دواړه هېوادونه بايد يو د بل مرکزي او د پاملرنې وړ مسئلو ته په درنه سترګه وګوري، ګډې ګټې دې وساتي، په مناسب ډول حساسې مسئلې حل کړي، متقابل باور دې ټينګ کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سالمې، ثابتې او دايمي اړيکې دې وساتي، څو دواړه هېوادونه او خلک ورڅخه ګټې واخلي او د نړيوال اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

شينزو ابي په دغه کتنه کې وويل، له تېر کال راپدېخوا، د دواړو هېوادونو مشرانو څو څو ځله سره کتنې وکړې او په نوې زمانه کې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو لپاره يې مثبت رول لوبولی دی. جاپان غواړي له چين سره لا نژدې ډيالوګ او مؤثرې همکارۍ وکړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې ورسره همغږي وساتي. زه هيله لرم چې د جاپان، چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د مشرانو په ۸مه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته ولاړ شم او په دې مناسبت به د درېيو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نوې مرحلې ته ورسوم او پياوړې به يې کړم. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای