د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۴مه نېټه د تايلنډ په پلازمېنه بانکاک کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په ۲۲مه غونډه کې ګډون وکړ. په دغه غونډه کې د نوموړې ټولنې د لسو غړيو هېوادونو مشرانو او د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای ين او د جاپان لومړي وزير شينزو ابي هم ګډون درلود. د تايلنډ صدراعظم پرايوس چان اوچا د دې غونډې مشري وکړه.
لي که چيانګ په غونډې ته په خپلې وينا کې وويل، چې د ۱۳ هېوادونو همکاريز ميکانيزم له اسيايي پولي بحران سره د مبارزې په موخه جوړ شوی او نه يوازې د دې سيمې هېوادونو او خلکو ته يې ګټې رسولي بلکې د اسيايي او نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې هم خدمتونه کړي دي. نوموړي د دغه ميکانيزم د لا پياوړتيا او برياليتوب لپاره وړانديز وکړ: لومړی: د لا لوړې کچې اقتصادي يووالی دې چټک شي. دوهم: د سيمه ييز پيوستون او تګ راتګ له ابادۍ څخه دې ملاتړ وشي. درېيم: سيمه ييزې پولي همکارۍ دې پياوړې شي. څلورم: دواملرونکی پرمختګ دې وهڅول شي. پنځم: د خلکو ترمنځ کلتوري تګ راتګ دې ژور شي.
په دغه غونډه کې د خپلمنځي پيوستون او تګ راتګ په اړه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو اعلاميه هم تصويب شوه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |