د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په څلورمه نېټه د تايلنډ په بنکاک کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبرين سره وکتل چې نوموړی د امريکا د يو پلاوي په مشرۍ د ختيځې اسيا په ۱۴مه سرمشريزه غونډه کې ګډون لري.
له نوموړي سره په خبرو کې لي که چيانګ وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم پرمختګ د دواړو هېوادونو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري او د نړيوالې ټولنې هيله هم ده. دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو له مخې د همغږۍ، همکارۍ او ثبات اړيکې ټينګې کړي، د يو بل د مرکزي ګټو او پاملرنو درناوی دې وکړي، د برابرۍ او متقابل درناوي پر بنسټ دې خپلمنځي توپيرونه حل کړي، د ګډو ګټو لپاره دې همکارۍ پياوړې او په مناسب لوري دې خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي.
اوبرين وويل، که څه هم د امريکا او چين ترمنځ د نظريو توپيرونه شتون لري، خو دواړه خواوې بايد په رغنده لارو چارو دغه توپيرونه حل کړي او کوښښ دې وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |