د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د اسيان ۳۵ مه سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا د همکاريو په اړه د مشرانو يو لړ غونډې د نومبر په څلورمه نېټه د تايلنډ په بنکاک کې پای ته ورسيدې. په دغو غونډو کې د اسيان د بېلابېلو هېوادونو او د دوی ملګرو هېوادونو استازو له ننګونو سره د ګډې مقابلې، د دواملرونکي پرمختګ او د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د پياوړتيا په ګډون د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحثونه کړي او يو لړ موافقو ته رسيدلي چې د سيمه ييز اقتصادي يووالي او د ختيځې اسيا د همکاريو د تقويې لپاره يې ډېر خوځنده ځواک وربخښلی دی.
د يادو غونډو د پای په مراسمو کې د تايلنډ صدراعظم پرايوتح هغه لرګين څټک چې د اسيان د رئيسه هېواد د سمبول په توګه بلل کيږي، د ۲۰۲۰ کال لپاره د دغې ټولنې د رئيسه هېواد ويتنام صدراعظم نګوين شوان فوک ته وسپاره.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |