د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په ۴مه نېټه وويل چې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې چين تل خپلې ژمنې عملې کوي او په هراړخيزه او اغيزمنه توګه به بېلا بېلې ژمنې پوره کړي.
ګنګ شوانګ وويل چې د ژمنو پوره کول نړيوالې ټولنې او بهرنيو تصديو ته د چين مسئولانه څرګندونه ده، په خپله د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ د هڅونې، د ورخلاصون د نوې بڼې جوړولو او د خلکو د ژوند سويې د پر له پسي لوړتيا داخلي اړتياوې هم دي. د چين نړيوال وارداتي نندارتون بيا تر سره کول دا څرګندوي چې نړۍ ته د چين بازارونو خلاصولو تدبير لنډ مهالي طريقه نه ده، خو نړۍ او راتلونکې ته په لوري د ګډې پرمختيا د هڅونې لپاره دايمي نظر دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |