CRI Online

لي که چيانګ د ختيځې اسيا په څوارلسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:30:31

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر په ۴مه نېټه د ټايلنډ په بنکاک کې د ختيځې اسيا په ۱۴مه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. د اسيان د لسو هېوادونو مشرانو، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای ين، د روسيې صدراعظم دميتري ميدويدوف، د جاپان لومړي وزير ابي شينزو، د هند صدراعظم نارندرا مودي، د استراليا صدراعظم سکوټ موريسون، د امريکا د دولتي امنيت چارو په اړه د ولسمشر مرستيال روبيرت برين په دغه غونډه کې ګډون کړی و. د ټايلنډ صدراعظم پرايوس چان وچا د دې غونډې مشري وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای