CRI Online

لي که جيانګ د سيمه ييزې هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون په باب درېيمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:46:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که جيانګ د نومبر د ۴مې نېټې په شپه د تايلند په بنکاک کې د سيمه ييزې هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون په باب درېيمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. د اسيان او ديموکراتيکې کوريا، جاپان، استراليا، نوي زيلاند او هند سرمشرانو په دې غونډه کې برخه درلوده، د تايلند صدراعظم پرايوتح چان اوچا د دې غونډې مشري وکړه.

لي که جيانګ په دې غونډه کې وويل، د سيمه ييزې هراړخيزې اقتصادي همکارۍ د اړيکو تړون په باب خبرو اترو د ۷ کلونو لپاره دوام درلودلی، نن موږ په رسمي ډول اعلان وکړ چې ۱۵ غړو هېوادونو دغه خبرې اترې پای ته ورسولې او د پاتې شويو ستونزو د لېرې کولو لپاره يې هم پلان وټاکه. دا د ختيځي اسيا د ازادې تجارتي سيمې د جوړولو په کار کې ستر برياليتوب دی چې نه يوازې د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو، بلکې له خطرونو او ننګونو سره د مقاومت لپاره د توان د لوړتيا لپاره ګټور دی. بېلا بېلې خواوې دې د سږ کال له پای مخکې د ځينو پاتې شويو مسئلو د حل و فصل او د تړون د رسمي لاسليکېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين به له تاسو سره يو ځای د هند په باب مسئله د ژر تر ژره حل و فصل او په دې تړون کې د هند د ګډون کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای