CRI Online

شي جين پينګ د ورخلاصون او ګډ اشتراک پر بنسټ د نړيوال اقتصاد د ګډ ابادولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 10:50:51

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د پيل په مراسمو کې له اړوندو خواوو څخه د ورخلاصون او ګډ اشتراک پر بنسټ د نړيوال اقتصاد د ګډ ابادولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل، اړوندې خواوې دې بايد د او ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ اينده وټاکي، په ګډ ډول د م م د منشور او اصولو پر بنسټ نړيوال نظم وساتي، د څو اړخيز تجارتي ميکانيزم پر مرکزي ګټو او بنسټيزو اصولو ټينګار وکړي، د سوداګرۍ او پانګونو د ازاد او اسان کېدو جريان پرمخ يوسي، څو چې د اقتصاد د نړيوال کېدو جريان د لا خلاصون او ټول شموليت په موخه وده او پرمختګ وکړي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې بېلا بېلې خواوې دې د م م د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ پلان پلی کړي، له بېوزلو هېوادونو سره مرستې زياتې کړي، څو چې انکشافي برياليتوبونه لا زياتو هېوادونو او وګړو ته ګټې ورسوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای