CRI Online

شي جين پينګ د نړيوالې اقتصادي ودې په اړه درې وړانديزونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 11:08:18

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵ مه نېټه د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د پرانيستو همکاريو، پرانيستي نوښت او ګټو شريکولو پر اساس نړيوال اقتصاد ته وده ورکړي.

نوموړي وويل، چين د تاريخ د نوي پيل پر ټکي ولاړ دی او د ورخلاصون کچه به يې لاپسې لوړه شي. چين به د ورخلاصون پر بنسټيزې تګلارې ټينګار وکړي، د ورخلاصون له لارې به خپل اصلاحات، پرمختګ او ابتکاري توان پياوړی کړي او د خپل ورخلاصون د سويې د لوړولو لپاره به پرله پسې کوښښونه وکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای