CRI Online

روسيه په دوامداره توګه د چين د نړيوال وارداتي نندارتون عمده مېلمه هېواد ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 14:29:29

په ۲۰۱۸ کال کې د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د روسيې پلاوي له چيني همکارانو سره څه باندې څلور سوه ځلې سوداګريزې خبرې اترې وکړې چې پکې د ۳۵۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز قرردادونه لاسليک شوي او ښې پايلې تر لاسه شوې دي.روان کال روسيې په دوامداره توګه د چين د نړيوال وارداتي نندارتون عمده مېلمه هېواد ګرځېدلی دی.په دې نندارتون کې د روسيې د حکومتي پلاوي تشکيلاتي لوري، د سوداګريزو فعاليتونو مسئول او د دې هېواد د صادراتو مرکز د عمومي مدير مرستيال اليکسي کوزحيونيکوف په دې وروستيو ورځو کې زمونږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د روسيې فدرالي پلاوي غرفې په ښه توګه ځای پر ځای شوې او کرنيز او صنعتي توليدات به د چين او روسيې ترمنځ د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک وګرځي.

په دې وروستيو کلونو کې چين ته له انرژيو پرته د روسيې د اومه توکيو صادرات په فعال حالت کې دي.تېر کال په دې برخه کې چين ته د روسيې صادراتي ارزښت ۱۲ مليارډه امريکايي ډالر ته رسيدلی چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷ زيات شوی دی.د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې دغه صادراتي ارزښت له شپږ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ زيات شوی دی.د روسيې د ګمرکاتو عمومي ادارې د روان کال په اګست کې راپور خپور کړ چې له مخې يې د روسيې د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې د چين برخه له ۱۴ اعشاريه ۹ سلنې څخه تر ۱۵ اعشاريه ۷ سلنې ته لوړه شوې ده.په دې هکله نوموړی دا نظر لري چې د روسيې او چين ترمنځ لويو سوداګريزو پروژو او نړيوالو نندارتونونو هرو مرو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګريز پرمختګ کې ستر رول لوبولی دی. هغه وويل، که څه هم د چين نړيوال وارداتي نندارتون په دوهم ځل تر سره کيږي، خو په نړې کې د پاملرنې وړ نړيوال نندارتون ګرځېدلی دی.پخوا چين يوه نړيواله فابريکه ګڼل کېدله،خو اوس نړيوال مصرفی مرکز هم دی.د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د چين پياوړی مصرفي توان ته ډېره پاملرنه کوي. د عموميت له لحاظه به د روسيې او چين ترمنځ د اوسنيو ښو سياسي اړيکو،د نړيوال سوداګريز تمايل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه تمايل له کبله روسيه هرو مرو په دې نندارتون کې ګډون وکړي.

هغه وويل چې تېر کال د روسيې حکومتي پلاوي له چيني همکارانو سره ۵۰۰ سوداګريز قرردادونه او همکاريز تړونونه لاسليک کړي چې ارزښت يې له ۳۵۰ مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او محتويات يې له کرنيزو توليداتو،ډاډمن خوراکونو، طبي توکو، معدني توليداتو او له قيمتي ډبرو سره تړاو لري. نو ځکه د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په لنډه موده کې ګڼ شمېر تصدۍ راجلب کړې چې په دې جمله کې شل سلنه يې په دوهم ځل په دې نندارتون کې ګډون ولري. دوی تمه لري چې په چين کې خپلې چارې پراخې کړي. هغه وويل، روان کال به څه باندې سل روسي تصدۍ په دې نندارتون کې ګډون وکړي او پر څلورو ډلو ويشل کيږي چې لومړۍ يې په ځانګړی توګه د روسيې په دولتي غرفه کې ځای پر ځای کيږي. دوهمه يې کتونکې تصدۍ دي او يوازې په سوداګريزو خبرو اترو کې ګډون کوي. درېيمه يې د روسي خوراکونو په نوم نمونوي فعاليتونو کې له څوارلسو ګډونوالو تصديو سره تړاو لري. څلورمه يې د خوړو او کرنيزو توليداتو په غرفه کې ځای پر ځای شوې ۴۳ تصدۍ دي.د چين نړيوال وارداتي نندارتون يو داسې ډګر دی چې پرمختيايي امکانات يې ډېر دي. د روسيې غرفه به پر بېلا بېلو سيمو ويشل کيږي چې له دې لارې چيني همکارانو او سوداګرو ته روسي توليدات وښيي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای