CRI Online

لنډه تبصره: د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 15:28:46

د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په پنځمه نېټه پرانيستل شو، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې د لومړۍ دورې د نندارتون لاسته راوړنو ته ځغلنده کتنه وکړه، د نړيوال اقتصادي چاپيريال پر وړاندې يې د موجودو ستونزو د حل په موخه څو وړانديزونه وکړل او ژمنه يې وکړه چې چين به د خپلو بازارونو د ورخلاصون د پياوړتيا، د اړوند جوړښت د بشپړتيا، د سوداګريز چاپيريال د ښه والي، د دوه او څو اړخيزو همکاريو د ژورتيا او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره هڅې وکړي او د خپل ورخلاصون سويه به نوره هم لوړه کړي.

د شي جين پينګ له وينا څخه ښکاري چې چين د خپل ورخلاصون د پراختيا لپاره صميميت لري او د رښتيني ګامونو د پورته کولو په هڅه کې دی.

نړيوال وارداتي نندارتون د چين او نړۍ د اقتصادي او سوداګريزو معاملو اوکلتوري تبادلې لپاره زمينه برابره کړې ده. د پيمانې، کيفيت او د اړوندو پروګرامونو د شمېر له لحاظه د دوهمې دورې د نندارتون د لومړۍ دورې په پرتله لا لوی او لوړ دی او له شک پرته به بېلابېلو هېوادونو ته زيات بازاري ، پانګيز او انکشافي فرصتونه برابر کړي او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ته به نوی خوځنده ځواک ورکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای