CRI Online

د (په ۷۰ کلونو کې د چين د پرمختګ او د بشريت د ګډ برخليک ټولنه) په نوم د هونګ چياو د دوهم نړيوال تجارتي فورم فرعي غونډه په شانګهای کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-11-05 18:58:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ( په ۷۰ کلونو کې د چين د پرمختګ او د بشريت د ګډ برخليک ټولنه) په نوم د هونګ چياو د دوهم نړيوال تجارتي فورم فرعي غونډه د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د تبليغاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړه چې عنوان يې دی: يو له بل سره دې اداري تجربې شريکې کړو او د نيکمرغۍ او ښه راتلونکي د لټولو لپاره دې ګډ کوښښونه وکړو.

هوانګ کون مينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د دوهم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه او د نړيوال اقتصاد د ګډې ابادۍ په برخه کې يې درې فقيره ييز وړانديز وکړ او د چين د ورخلاصون نوي تدبيرونه يې بيان کړل. له دې څخه څرګندېږي چې چين د ورخلاصون د لا پراختيا په برخه کې ټينګ هوډ او اراده لري او غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون او د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای